کوټه / پشین(ویب نیوز) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د پشین د کربلا سیمې د یونټ د عمومي غونډې ګډونوالو ویلي چې د کوټې راتلونکې جرګه به ځانګړی اهمیت ولري. غونډه د عنایت الله کاکړ په مشرۍ ترسره شوه او د ګوند مرکزي جنرل سېکرټري عبدالرحیم زیارتوال پکې ځانګړې ګډون درلود. ګډونوالو د ګوند د تنظیمي فعالیتونو، ولسي اړیکو او سیاسي هلو ځلو د پراخولو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې په بلوچستان کې د پښتنو پر کاروبار، سوداګرۍ او روزګار محدودیتونه زیات شوي او د پرمختیایي فنډونه د دوی په وینا د خوښې کسانو او فساد ښکار شوي دي.
