مقامی ۲ اگست ۲۰۲۶

د مجیب خان اڅکزي د مور پر مړینه د جمعیت علمای اسلام د کوټې مشرانو د خواخوږۍ څرګندونه

کوټه(ویب نیوز) د جمعیت علمای اسلام د کوټې ضلعي امیر مولانا عبدالرحمن رفیق، ضلعي جنرل سېکرټري حاجي عین الله شمس او د اطلاعاتو سېکرټري حافظ عبدالغني شهزاد د سما نیوز د خبریال مجیب خان اڅکزي د مور د مړینې له امله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده. دوی له مجیب خان اڅکزي او د هغه له کورنۍ سره د زړه له کومې غمرازي کړې او دعا یې کړې چې الله تعالی دې مرحومې ته بشپړه بښنه، جنت الفردوس او کورنۍ ته دې د زغم او صبر توفیق ورکړي. د فاتحې مراسم د عبدالعزیز خان جومات، حاجي غیبي روډ، شالدره، د دوو حمامونو څلورلارې ته نږدې روان دي.