پاکستان ۲ اگست ۲۰۲۶

آی اېس پي آر په نوشکي کې د استخباراتي عملیاتو پر مهال ۱۷ وسله‌وال وژل شوي

کوټه / نوشکي / راولپنډۍ (ویب نیوز) د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې په یوه بیان کې ویلي چې د بلوچستان د نوشکي ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شویو عملیاتو کې ۱۷ وسله‌وال وژل شوي دي. د آی اېس پي آر په وینا، دغه عملیات د جولای د ۳۱مې او اګست د لومړۍ شپې ترمنځ ترسره شوي، چې پکې یو ځانمرګی بریدګر هم وژل شوی او له سیمې څخه درنه وسله، راکټ لانچرونه، لاسي بمونه، مهمات، مخابراتي وسایل او نور پوځي تجهیزات ترلاسه شوي دي. د پوځ په وینا، د نښتې وروسته د سیمې د پاکولو او لټون عملیات هم دوام لري، څو احتمالي تښتېدلي کسان او د هغوی همکاران ونیول شي. بل لور ته د بلوچستان وزیراعلی میر سرفراز بګټي د عملیاتو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا بریالی اقدام د ترهګرۍ پر ضد د ملي هوډ څرګندونه ده. هغه د امنیتي ځواکونو مسلکي وړتیا، زړورتیا او قربانۍ وستایلې او ټینګار یې وکړ چې د بلوچستان د سولې او ثبات پر ضد هره دسیسه به شنډه شي او د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات به د ترهګرۍ تر بشپړ ختمېدو پورې دوام ولري.