مقامی ۳ اگست ۲۰۲۶

د رېلوې پټلۍ ته څېرمه چاودنه، مرګ ژوبله نه ده رامنځته شوې

کوټه(وېب نیوز) د خالق شهید تاڼې په حدودو کې د عثمان پیرکاني د کور ترڅنګ د رېلوې پټلۍ سره ایښودل شوی بم وچاودېد، خو د خوشبختۍ له امله پکې د چا د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی. د پولیسو له مخې نامعلومو تخریب کارانو د رېلوې پټلۍ ته څېرمه بم ځای پر ځای کړی و چې د زورورې چاودنې له امله وچاودېد. امنیتي ادارو له پېښې وروسته سیمه محاصره کړې او د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.