کوټه (وېب نیوز) الایډ هېلت پروفیشنل آرګنائزیشن د سنډیمن پرونشل هسپتال یونټ له ادارې، د بلوچستان د صحت محکمې او حکومت څخه غوښتنه کړې چې د سنډیمن سول هسپتال د اورل اینډ میکسیلوفیشل سرجري وارډ (د غاښونو وارډ) کې دې د لږ تر لږه ۳ بسترو عصري آی سي یو اسانتیا برابره شي. ادارې ویلي چې په دغه وارډ کې د مخ، ژامو او خولې د سختو ټپونو، جدي انتاناتو، د خولې سرطان او نورو پېچلو عملیاتو درملنه کېږي، چې وروسته ګڼ شمېر ناروغان دوامدارې څارنې، وینټیلیټر او بیړنۍ طبي پاملرنې ته اړتیا لري، خو د آی سي یو د نشتوالي له امله ناروغان نورو څانګو ته انتقالېږي چې د درملنې په دوام او پر وخت طبي خدمتونو کې ستونزې رامنځته کېږي. الایډ هېلت پروفیشنل آرګنائزیشن ټینګار کړی چې د وارډ روان ترمیمي کارونه دې یوازې په رنګ او روغن او ظاهري ښکلا محدود نه شي، بلکې د ناروغانو د اړتیاوو له مخې دې د ۳ بسترو آی سي یو جوړول هم پکې شامل کړل شي، څو پېچلو عملیاتو وروسته ناروغانو ته خوندي او معیاري طبي اسانتیاوې برابرې شي.
