کوټه(وېب نیوز) د رسول الله ﷺ د نواسې، د حضرت فاطمې الزهرا رضی الله عنها د جگر ټوټې او سید الشهداء حضرت امام حسین رضی الله عنه او د کربلا د ۷۲ شهیدانو څلوېښتۍ به نن د سه شنبې په ورځ د اګست په ۴مه نېټه په ټول هېواد کې په ځانګړي عقیدت او درناوي سره ولمانځل شي، په کوټه ښار کې به هم په امام بارګاوو کې د ماتمي مجلسونو، نوحو، سینه وهلو او نورو مذهبي مراسمو اهتمام کېږي او د ذوالجناح مرکزي جلوس به د خپل ټاکل شوي دودیز مسیر له لارې راوځي، په مجلسونو کې به عالمان او ویناوال د حضرت امام حسین رضی الله عنه، اهل بیتو او د کربلا د شهیدانو د قربانیو، صبر، استقامت او د حق لپاره د مبارزې په اړه ویناوې کوي، د عزادارانو لپاره د اوبو، شربت، سبیلونو او نذر نیازونو انتظام هم شوی دی. بلخوا د چہلم په مناسبت په کوټه ښار کې امنیتي تدابیر سخت کړل شوي، د ایف سي، بلوچستان پولیس، اې ټي اېف، بي سي، لېویز او نورو امنیتي ادارو درنې ډلې په امام بارګاوو، د جلوسونو په لارو او حساسو ځایونو کې ځای پر ځای شوې دي، په ښار کې ناکې، د موټرو او مشکوکو کسانو پلټنې روانې دي، ښځینه پولیس اهلکارې هم د ښځینه عزادارانو د امنیت لپاره ګمارل شوې دي، چارواکو ویلي چې د هر ډول بیړني حالت د مخنیوي لپاره بم ډسپوزل سکواډ، ریسکیو ډلې، فایربریګېډ او طبي عمله هم تیار ساتل شوې ده.
