مقامی ۳ اگست ۲۰۲۶

مستونګ کې د نامعلومو وسله والو ډزې، پولیس اهلکار شهید شو

کوټه(وېب نیوز) د مستونګ په سراوان کتابتون ته څېرمه سیمه کې نامعلومو وسله والو په ډزو یو پولیس اهلکار شهید کړی دی. د پولیسو د معلوماتو له مخې، بریدګرو پولیس اهلکار په نښه کړ او پرې یې ډزې وکړې چې له امله یې هغه په ځای شهید شو. د شهید شوي اهلکار پېژندګلوي د احسان ولد جان محمد لهړي په نوم شوې چې د کلي شیخان اوسېدونکی و. د پېښې وروسته د هغه مړی د شهید نواب غوث بخش میموریل روغتون مستونګ ته انتقال شو. پولیسو د پېښې پلټنې پیل کړې دي او د بریدګرو د نیولو لپاره یې د لټون عملیات هم شروع کړي دي، تر اوسه د پېښې علت نه دی معلوم شوی.