کوټه(وېب نیوز) د جمعیت علماء اسلام کوټې مشر مولانا عبدالرحمن رفیق ویلي دي چې د تړلو خونو د پرېکړو له لارې د هېواد نظام چلولو هڅې د هېواد لپاره خطرناکې تمامېدای شي. هغه وویل چې د هېواد د ستونزو حل یوازې په شفافو او ازادو ټاکنو، د اساسي قانون په واکمنۍ او د ولس د رایو په درناوي کې دی. د جے یو آی مشرانو د تنظیمي سفرونو پر مهال کارکوونکو ته د نظم، ولسي خدمت او سیاسي مبارزې د پیاوړتیا لارښوونه وکړه.
