کوټه(وېب نیوز) د بلوچستان اسمبلۍ د عامه حسابونو کمېټې د واشک ولسوالۍ د ۲۰۲۵-۲۶ مالي کال د ۷۱.۵ میلیونه روپیو پرمختیايي بودجې کې د مبینه بې نظمۍ، غیر قانوني منظورۍ او د ریکارډ تضادونو په اړه پلټنې پیل کړې دي. د کمېټې په غونډه کې اړوند اسناد، بجټ، ټینډرونه او نور ریکارډونه وکتل شول او د لا زیاتو څېړنو لپاره یوه فرعي کمېټه جوړه شوه چې په لسو ورځو کې به خپل راپور وړاندې کوي. د کمېټې مشر اصغر علي ترین وویل چې د ولسي پیسو شفاف استعمال به یقیني کېږي.
