مقامی ۳ اگست ۲۰۲۶

د ټرانسپورټرانو له خوا د اګست د ۷ او ۸مې نېټې د شټر ډاون اعتصاب ملاتړ اعلان

کوټه(وېب نیوز) د بلوچستان مخکښو ټرانسپورټرانو او د ټرانسپورټ اتحادیو مشرانو د بلوچستان مرکزي انجمن تاجران له خوا د اګست د ۷ او ۸مې نېټې اعلان شوي شټر ډاون اعتصاب بشپړ ملاتړ اعلان کړی دی. د ټرانسپورټ مشرانو میر حاجي حکمت لهړي، حبیب الله خان بادیزي، دولت لهړي او ظاهر شاه کاکړ ویلي چې د سوداګرو جائزې غوښتنې باید ومنل شي او د هغوی ستونزې دې ژر تر ژره حل شي. دوی د کوټې میټروپولیټن کارپوریشن له خوا د سوداګرو د ستونزو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او خبرداری یې ورکړ چې که غوښتنې پوره نه شي نو احتجاج به پراخ شي.