کوټه(وېب نیوز) د تیلو او ګاز تنظیم کوونکې ادارې (اوګرا) د پټرولیم مصنوعاتو په بیو کې د کموالي اعلان کړی دی. د جاري شوي نوټیفیکیشن له مخې د پټرول په بیه کې ۴ روپۍ او ۸ پېسې فی لیټر کموالی راغلی چې له دې وروسته د پټرول نوې بیه ۳۳۱ روپۍ او ۹۵ پېسې فی لیټر ټاکل شوې ده. همدارنګه د های سپیډ ډیزلو په بیه کې ۲ روپۍ او ۴۵ پېسې فی لیټر کموالی شوی او نوې بیه یې ۳۸۹ روپۍ او ۹۳ پېسې فی لیټر ټاکل شوې ده. اوګرا ویلي چې نوې بیې به د ۲۰۲۶ کال د اګست له ۴مې نېټې څخه نافذې وي.
