کوټه(وېب نیوز) د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاء الله لانګو ویلي چې د امنیتي وضعیت د ساتلو لپاره د کربلا د شهیدانو حضرت امام حسینؓ او ۷۲ شهیدانو د څلویښتۍ په مناسبت به په کوټه کې د موبایل فون خدمتونه وځنډول شي. هغه ویلي چې دا پرېکړه د امنیتي تدابیرو د لا پیاوړتیا او د هر ډول ناخوښ پېښې د مخنیوي لپاره شوې ده. د څلویښتۍ په مراسمو کې به په ښار کې سخت امنیتي انتظامات وي او د جلوسونو او مجلسونو د څارنې لپاره به امنیتي ادارې په بشپړ ډول تیارې وي.
