تازه خبرونه ۳ اگست ۲۰۲۶

په کوټه کې د سوداګرو او ټرانسپورټرانو احتجاجي غورځنګ زور اخیستی، د اګست په ۷ او ۸مه د شټر ډاون اعتصاب اعلان

کوټه(وېب نیوز) په بلوچستان کې د سوداګرو او ټرانسپورټرانو احتجاجي غورځنګ لا سخت شوی دی. د بلوچستان انجمن تاجرانو د کوټې ښار کې د اګست په ۷ او ۸مه د بشپړ شټر ډاون اعتصاب اعلان کړی دی. سوداګرو د ښاروالۍ ادارې د مبینه اقداماتو، د لویو لارو خراب امنیتي وضعیت، د ترهګرۍ پېښو او د سوداګرو د ستونزو د نه حل کېدو پر ضد د احتجاج پرېکړه کړې ده. بل لور ته ګوډز ټرانسپورټرانو اعلان کړی چې د اګست له ۸مې نېټې څخه به په ټول هېواد کې د نامعلومې مودې لپاره د څرخونو درېدلو اعتصاب پیل کړي چې له امله به د خوراکي توکو، صنعتي خامو موادو، وارداتي او صادراتي سامانونو، مېوو، سبزیجاتو، سیمنټو، سرې او نورو تجارتي توکو لېږد رالېږد ودرول شي. د سوداګرو مشرانو رحیم آغا، ولي افغان او نورو ویلي چې د دوکانونو پر وړاندې اقدامات، د سوداګرو سپکاوی، د امنیت خراب وضعیت او د زیانونو نه جبران د اندېښنې وړ دي. دوی له حکومت څخه د خبرو اترو او د ستونزو د حل غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې که غوښتنې یې ونه منل شي نو احتجاج به پراخ کړي. د ټرانسپورټرانو مشرانو دولت لهړي او ظاهر شاه کاکړ هم د سوداګرو د اعتصاب ملاتړ اعلان کړی او ویلي یې دي چې ټرانسپورټران به د سوداګرو تر څنګ ولاړ وي.