کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان ځوانانو ته د عصري تخنیکي زده کړو او د روزګار دوامداره فرصتونو د برابرولو لپاره د وزیر اعلیٰ بلوچستان میر سرفراز بګټي د چیف منسټر یوتھ ایمپلائمنټ پروګرام له مخې د ۱۰۰۰ تکړه او وړ ځوانانو آن دي جاب ټرېننګ پیل شوې ده. د دې پروګرام له مخې به د صوبې له بېلابېلو ضلعو څخه ټاکل شوي ځوانان د پاکستان په مشهورو سافټ وېئر هاوسونو کې عملي روزنه ترلاسه کوي او د روزګار زمینه به ورته برابره شي. دا مهم پروګرام د بلوچستان ټیکنیکل ایجوکیشن اینډ ووکیشنل ټرېننګ اتھارټۍ (بي ټیوټا) او کیو ټیک په ګډه د شفافیت او میرټ له مخې عملي کوي، چې د غوښتنلیکونو له ترلاسه کولو وروسته د شارټ لسټ او مرکو لړۍ روانه ده. د بلوچستان حکومت به د بي ټیوټا له لارې د ټاکل شویو ځوانانو د روزنې، استوګنې او نورو ټولو لګښتونو ذمه واري پر غاړه اخلي، څو ځوانان پرته له مالي ستونزو خپلې تخنیکي وړتیاوې پیاوړې کړي. زده کوونکو او د هغوی کورنیو د وزیر اعلیٰ د دې اقدام ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې دغه ډول پروګرامونه به د بلوچستان استعدادونه ملي او نړیوالو کچو ته ورسوي او د بې روزګارۍ په کمولو کې به مهم رول ولوبوي.
