پاکستان ۳ اگست ۲۰۲۶

په هنګو کې پر شخصي بانک وسله‌وال برید، د بانک مدیر او کیشیر وتښتول شول

هنګو (وېب نیوز): د خیبر پښتونخوا د هنګو ولسوالۍ په دلن سیمه کې نامعلومو وسله‌والو پر یوه شخصي بانک برید کړی او د بانک مدیر وسیم آفریدی او کیشیر علاؤالدین یې له ځان سره تښتولي دي. بریدګرو د بانک د څار کمرې (سي سي ټي وي) او کمپیوټرونه هم مات کړي او د پېښې له ځایه تښتېدلي دي. د ځايي سرچینو په وینا، وسله‌والو تښتول شوي کسان د څپري ویزران سیمې پر لور بیولي دي. د پېښې له خبر سره سم پولیسو او نورو امنیتي ادارو سیمه کلابنده کړې او د لټون عملیات یې پیل کړي دي. امنیتي چارواکي وایي چې د تښتول شویو کسانو د خوندي راخوشې کولو او د بریدګرو د نیولو لپاره عملیات روان دي، او د پېښې د لاملونو او د بریدګرو د پېژندنې په اړه هم پلټنې دوام لري.