مقامی ۳ اگست ۲۰۲۶

پښتونخوا ملي عوامي ګوند د اګست په ۲۹، ۳۰ او ۳۱مه د جنوبي پښتونخوا د ولسي جرګې د جوړېدو پرېکړه وکړه

کوټه (وېب نیوز): د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مرکزي او د جنوبي پښتونخوا د صوبايي ایګزېکټیو ګډه غونډه د ګوند د مرستیال مشر عبدالروف لالا په مشرۍ په مرکزي سیکرټریټ کوټه کې ترسره شوه. په غونډه کې د اګست په ۲۹، ۳۰ او ۳۱مه د جنوبي پښتونخوا د ولسي جرګې د چمتووالي په اړه بحث وشو او د جرګې د انتظام لپاره بېلابېلې کمېټې جوړې شوې. په غونډه کې د ګوند پر سیاسي او تنظیمي چارو سربېره د هېواد پر روانو سختو بحرانونو هم خبرې وشوې. ویناوالو وویل چې د جنوبي پښتونخوا ولسي جرګه د وخت یوه مهمه اړتیا ده، چې پکې به د ژوند د ټولو برخو استازي ګډون وکړي، خپلې وړاندیزونه به وړاندې کړي او د سوله ییز، خوندي او پرمختللي راتلونکي لپاره به راتلونکی لوری وټاکي. غونډې کې په هېواد او صوبه کې د ناامنۍ پر روان حالت سختې نیوکې وشوې او له حکومته غوښتنه وشوه چې د امن د ټینګښت لپاره باید د وسله والو ډلو او جتونو مخه ونیول شي. مشرانو وویل چې د هېواد د بحرانونو حل د اساسي قانون اصلي حالت، د پارلمان خپلواکۍ، د ولسواکۍ حاکمیت او د پښتنو، بلوڅانو، سندیانو، سراییکیو او پنجابیانو پر برابر حقونو ولاړ فدرالي نظام کې دی. دوی ټینګار وکړ چې د ولس رایې ته درناوی، د صوبو حقونو ساتنه او د جمهوري نظام پیاوړتیا د هېواد د ثبات لپاره ضروري ده.