کندهار (وېب نیوز): د افغانستان د یونایټډ فرنټ مشر جنرال سمیع سادات د افغان طالبانو پر ضد د وسلهوالو عملیاتو د پیل اعلان کړی او له امریکا، ناټو او نړیوالې ټولنې یې د سیاسي ملاتړ غوښتنه کړې ده. نوموړي په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې د دوی ځواکونو له کندهاره د طالبانو پر ضد عملیات پیل کړي دي او یوازې د طالبانو پر ضد نه، بلکې د القاعده، داعش او تحریک طالبان پاکستان پر ضد هم جګړه کوي. جنرال سمیع سادات وویل چې د دوی مبارزه د ګاونډیو هېوادونو پر ضد نه ده، بلکې د افغانستان د راتلونکي لپاره ده، ځواکونه به یې د نړیوالو قوانینو درناوی کوي او خپلې پوځي چارې به د بل هېڅ هېواد له اجازې پرته پر مخ وړي. هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د طالبانو پر ضد د دوی سیاسي ملاتړ وکړي.
