تازه خبرونه ۴ اگست ۲۰۲۶

د آزادۍ جشن د ملي یووالي، د تجدید عهد او شهیدانو ته د عقیدت وړاندې کولو هوډ دی – د وزیر اعلی سرفراز بګټي په مشرۍ غونډه کې د کور کمانډر ځانګړی ګډون

کوټه (سید سردار محمد خوندئی)
د بلوچستان د وزیر اعلی میر سرفراز بګټي په مشرۍ کې د جشن آزادۍ د لمانځلو د تیاریو په اړه یوه لوړه کچه غونډه ترسره شوه.

د بلوچستان وزیر اعلی میر سرفراز بګټي په مشرۍ کې د جشن آزادۍ د تیاریو په اړه جوړه شوې لوړه کچه غونډه کې د بلوچستان کور کمانډر لیفټیننټ جنرل راحت نسیم احمد خان ځانګړی ګډون وکړ.

د بلوچستان حکومت د سپورټ او ځوانانو چارو د څانګې له لوري د سپورټ سکرټري دورا بلوڅ او ډائریکټر جنرل سپورټ ډاکټر یاسر خان بازئي په غونډه کې ګډون وکړ. د سپورټ څانګه به د آزادۍ جشن په شانداره توګه ولمانځي.

په غونډه کې په ټول صوبه کې د آزادۍ ورځې لمانځنې د ملي جذبې، نظم و ضبط او بشپړ جوش او خروش سره لمانځلو لپاره په هر اړخیزه تګلاره او انتظاماتو تفصیلي کتنه وشوه.

په غونډه کې پریکړه وشوه چې د بلوچستان په ټولو ډویژنل او ضلعي هیډکوارټرو کې به د آزادۍ جشن په شانداره توګه ولمانځل شي، چې پکې د ملي بیرغ پورته کولو مراسم، ملي ترانې، کلتوري، تعلیمي او ولسي پروګرامونه شامل وي، تر څو په ولس کې په ځانګړي توګه ځوان نسل کې د وطن دوستۍ او ملي یووالي جذبه نوره هم پیاوړې شي.

وزیر اعلی میر سرفراز بګټي ټولو کمشنرانو، ډپټي کمشنرانو او اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه چې د آزادۍ جشن د منظم، باوقاره او یادګاري کولو لپاره ټول انتظامات په وخت وروستي کړي او په هره ولسوالۍ کې د ولس ګډون ډاډمن کړي. هغه وویل چې د ملي بیرغ پورته کول، ملي ترانې، کلتوري، سپورټي او تعلیمي فعالیتونو په ګډون ټول پروګرامونه باید په بشپړ ملي جذبه سره ترسره شي.

د بلوچستان وزیر اعلی وویل چې د آزادۍ جشن یوازې یو ملي جشن نه دی بلکې د ملي اتحاد او یووالي، د شهیدانو لویو قربانیو ته د عقیدت وړاندې کولو او د ګران هیواد د پرمختګ او ثبات د هوډ د تجدید ورځ ده. هغه وویل چې حکومت به دا ډاډمن کړي چې په ټوله صوبه کې لمانځنې په سوله ایز، خوندي او خوښ چاپیریال کې ترسره شي ترڅو وګړي پرته له کومې ویرې په دې ملي جشنونو کې په بشپړه توګه برخه واخلي.

په غونډه کې په دې ټکي هم ټینګار وشو چې ټولې اړوندې څانګې باید په متقابل تماس، اغیزمنه همغږۍ او مسلکي ډول خپلې ذمې وارۍ ترسره کړي ترڅو په ټول بلوچستان کې د آزادۍ جشن د ملي وقار او شان و شوکت سره سم ولمانځل شي.