کوټه (سید سردار محمد خوندئی) د جمعیت علماء اسلام امیر، د جمعیت قائد مولانا فضل الرحمان د یوې ورځني سفر په ترڅ کې د بلوچستان مرکز کوټې ته راورسېد. د کوټې په هوايي ډګر کې د صوبايي او قومي اسمبلۍ غړو او د جمعیت علماء اسلام صوبايي امیر مولانا عبدالواسع په ګډون نورو مرکزي او صوبايي مشرانو او کارکنانو د هغه هرکلی وکړ.
مولانا فضل الرحمان د جمعیت علماء اسلام د بلوچستان اسمبلۍ د پخواني سپیکر ملک سکندر خان اډووکیټ د مشر ورور په مړینه فاتحه خواني وکړه او د بلوچستان پولیسو په ګډون په وروستیو ترهګریزو پېښو کې د شهیدانو د ایصال ثواب لپاره یې ډله ییزه دعا وکړه.
له دې وروسته یې د مولانا عبدالواسع په هستوګنځي کې یوې بیړنۍ مطبوعاتي غونډې ته په وینا کې وویل چې په بلوچستان کې د امن او امان ترینګلې او جدي صورتحال ټول قام غمجن کړی دی، چې څومره یې هم غندنه وشي لږه ده.
هغه وویل چې د پاکستان واکمنو ته اړتیا ده چې سنجیده چلند غوره کړي، عامه ستونزې او مشکلات په زور نه شي حل کېدلی، د دې لپاره ټول قام ته په کار ده چې د هېواد د ژغورلو لپاره فکر وکړي.
د کورنیو چارو د وفاقي وزیر محسن نقوي د بیان په اړه په غبرګون کې یې وویل چې دا د هغه د معیار خبره نه ده، دا یوازې د عامه ستونزو څخه د پام اړولو لپاره د یوې ځانګړې سوچ څرګندونه کوي. موږ د صوبو مخالف نه یو، بلکې د دې لپاره باید ټول قومونه په اعتماد کې واخیستل شي. فاټا په غیر سنجیده توګه ضم کړل شوه او تر اوسه پورې د هغه ځای ستونزې هماغسې پاتې دي.
د اپوزیشن مشر محمود خان اڅکزي ته په مشوره ورکولو سره یې وویل چې هغه په دې وخت کې یوازې د یو قام نه بلکې د ټول هېواد د اپوزیشن استازی دی، هغه باید په ملي کچه د ټولو اپوزیشن ګوندونو غونډه راوبلي او د هېواد او قام د ژغورلو لپاره دې ګډه تګلاره جوړه کړي.
هغه زیاته کړه چې په هېواد کې د حکومت د رټ په نوم هیڅ شی نشته. پخوا به موږ په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې پر حالاتو د غم څرګندونه کوله، اوس خو په آزاد کشمیر کې هم حالات ډیر د افسوس وړ دي. موږ غواړو څرګنده کړو چې مقتدره او اسټیبلشمنټ باید پوه شي چې د دې هېواد د ستونزو د حل یوازینۍ لار عامه استازو او سیاسي ګوندونو ته واک ورکول دي، خو افسوس چې نن په پاکستان کې د هېواد سترې پارلیمان یوازې تر نومه پورې محدوده کړل شوې ده.
