واشنګټن (نوې ژوند پښتو کوټه) — د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې ایران یا به سم تصمیم نیسي یا به امریکا خپل اقدام بشپړ کړي، نوموړي د چین سفر مخکې خبریالانو سره خبرو کې وویل چې د ایران او سیمې په اړه به له چینایي ولسمشر سره خبرې وکړي خو د ایران په مسله کې د چین مرستې ته اړتیا نه ویني، ټرمپ یو ځل بیا د پاکستان د پوځ د مشر فیلډ مارشل سید عاصم منیر ستاینه وکړه او ویې ویل چې پاکستان د مذاکراتو په بهیر کې ښه رول ادا کړی، هغه همدارنګه وویل چې ایران ته د اټومي وسلو اجازه نشته او امریکا به د نړیوالو کړکیچونو په حل کې خپل دریځ جاري ساتي.
