کوټه (ویب نیوز)د لسبېلې د بیلې سیمې اړوند د کوټې ـ کراچۍ پر ملي لویه لاره د ولپټ په سیمه کې د یوه کس مړی موندل شوی، چې د ایدهي امبولانس له لارې سول روغتون بیلې ته ولېږدول شو. د پېښې له خبر سره سم د لسبېلې اضافي ایس ایس پي امین لاسي سیمې ته ورسېد او د مړي معاینه یې وکړه. د اړینو قانوني چارو له بشپړېدو وروسته مړی د هغه کورنۍ ته وسپارل شو. د چارواکو په وینا، د مړي پېژندنه د احمد شاه زوی د ربنواز، د بستي بډهن شاه، د کهر پکا پوستې او د خضدار ولسوالۍ اوسېدونکي په توګه شوې ده.
