تازه خبرونه ۱۲ مئی ۲۰۲۶

امریکا وایي له ایران سره د جګړې په صورت کې بشپړ چمتووالی لري، پیټ هېګسېت

واشنګټن (نوې ژوند پښتو کوټه) — د امریکا د جګړې وزیر پیټ هېګسېت ویلي چې له ایران سره د شخړې د حل لپاره به ټولې پرېکړې د امریکا او ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شرطونو له مخې کېږي، نوموړي په یوه بیان کې وویل چې امریکا په هر حالت کې د بشپړ پوځي توان لرونکې ده او د اړتیا په صورت کې د اقدام لپاره تیار ده، هغه ادعا وکړه چې امریکا په جګړه کې خپل اهداف تر ډېره ترلاسه کړي او ایران هم د فشار له امله د خبرو مېز ته کښېناست، هېګسېت زیاته کړه چې د ایران پر ضد د هر ډول سناریو لپاره امریکا ته کافي وسلې او امکانات موجود دي.