تازه خبرونه ۵ اگست ۲۰۲۶

عبدالله شفیق ۴۹ کاله وروسته په ویسټ انډیز کې نوی ریکارډ جوړ کړ

د ۱۶۰ منډو نه ماتېدونکې لوبه، له ۱۹۷۷ وروسته په ویسټ انډیز کې لومړی پاکستانی لوبغاړی شو چې ۱۵۰ زیاتې منډې یې وکړې
کوټه (ویب نیوز) د پاکستان اوپنر عبدالله شفیق د ویسټ انډیز خلاف په دوهم ټیسټ لوبه کې د ۱۶۰ منډو نه ماتېدونکې اننګز لوبولو سره ۴۹ کلن پخوانی ریکارډ مات کړ او له ۱۹۷۷ کال وروسته لومړی پاکستانی بیټر شو چې په ویسټ انډیز کې یې په ټیسټ لوبه کې له ۱۵۰ زیاتې منډې جوړې کړې. د کوینز پارک اوول په لوبغالي کې د نړیوال ټیسټ چیمپئن شپ د دوهم ټیسټ په درېیمه ورځ عبدالله شفیق په ډېرې ذمه وارۍ بیټنګ وکړ او ۱۶۰ نه ماتېدونکې منډې یې جوړې کړې. نوموړی په ویسټ انډیز کې د ټیسټ کرکټ پر مهال له ۱۵۰ زیاتې منډې جوړوونکو پاکستانی بیټرانو په لړ کې پنځم لوبغاړی شو. تر دې وړاندې وروستی ځل په ۱۹۷۷ کال کې ماجد خان په ګیانا کې ۱۶۷ منډې جوړې کړې وې. عبدالله شفیق په دې تاریخي اننګز کې ۱۵ څلوریزې او ۳ شپږیزې هم وهلې.