تازه خبرونه ۵ اگست ۲۰۲۶

د فریډم نیټورک له خوا د خبریالانو د سانسور او خوندیتوب په اړه ملي سروې پیل شوه

د خبریالانو تجربې، د مطبوعاتو آزادي او امنیتي ستونزې ارزول کېږي
کوټه (ویب نیوز) په اسلام آباد کې د رسنیو او ښاري حقونو ادارې فریډم نیټورک په پاکستان کې د خبریالانو د خوندیتوب، د اظهار د آزادۍ او د خبریالۍ د چاپېریال په اړه ملي کچه انلاین سروې پیل کړې ده. د ادارې له مخې د دې سروې موخه د خبریالانو تجربې، نظرونه او هغه ستونزې معلومول دي چې د ادارتي آزادۍ، بهرني فشارونو، ځان جوړ شوي سانسور، مسلط شوي سانسور او د خبریالانو د خوندیتوب له موضوعاتو سره تړاو لري. فریډم نیټورک ویلي چې په سروې کې ورکړل شوي ټول معلومات به پټ او بې نومه ساتل کېږي او یوازې د څېړنیزو موخو لپاره به ترې استفاده کېږي. اداره به د دې ملي سروې پر بنسټ یو راپور چمتو کړي، چې له لارې به یې په پاکستان کې د خبریالۍ د اوسني چاپېریال وضعیت څرګند شي او د پالیسۍ جوړوونکو او پرېکړه کوونکو ادارو پام به د خبریالانو ستونزو ته واړول شي، څو د آزادې، خپلواکې او مسلکي صحافت لپاره د مناسب چاپېریال په جوړولو کې مرسته وشي.