د کشمیري ولس د حق خودارادیت له مبارزې ملاتړ، د هند اقدامات د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده، سیدال خان ناصر
اسلام آباد (ویب نیوز) د پاکستان د سینیټ مرستیال مشر سیدال خان ناصر د کشمیر د استحصال د ورځې په مناسبت خپل ځانګړي پیغام کې ویلي چې د ۲۰۱۹ کال د اګست پنځمه د هند په تاریخ کې یوه توره ورځ ده، ځکه چې هند په یو اړخیزو او غیر قانوني اقداماتو سره د جموں او کشمیر متنازع حیثیت بدلولو ناکامه هڅه وکړه. نوموړي وویل چې د هند دغه اقدامات د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د قراردادونو، نړیوالو قوانینو او د بشري حقونو د اصولو ښکاره سرغړونه ده، چې پاکستان او کشمیري ولس یې نه پخوا منلي او نه به یې په راتلونکې کې ومني. سیدال خان ناصر وویل چې د کشمیر د استحصال ورځ دا حقیقت را په یادوي چې کشمیري ولس له څو لسیزو راهیسې د خپل اساسي حق خودارادیت لپاره قربانۍ ورکوي. هغه وویل چې د ظلم، جبر، بندیزونو، جبري نیونو او د اظهار د آزادۍ د محدودیتونو باوجود د کشمیري ولس حوصله نه ده کمزورې شوې. د سینیټ مرستیال مشر وویل چې د نفوس په تناسب کې بدلون، غیر کشمیري کسانو ته د استوګنې حق ورکول او د ځمکو انتقال هغه اقدامات دي چې د نړیوالو قوانینو خلاف دي او د کشمیري ولس شناخت، کلتور او تاریخي حیثیت نه شي ختمولای. نوموړي ټینګار وکړ چې پاکستان به په هر نړیوال فورم کې د کشمیري ولس د حقونو لپاره سیاسي، سفارتي او اخلاقي ملاتړ ته دوام ورکړي. هغه وویل چې په سیمه کې تلپاتې امن او ثبات د کشمیر مسئلې د داسې حل سره تړاو لري چې د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د کشمیري ولس د غوښتنو مطابق وي. سیدال خان ناصر له ملګرو ملتونو، اسلامي همکاریو سازمان، نړیوالو بشري حقونو ادارو او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په مقبوضه جموں او کشمیر کې د بشري حقونو د سرغړونو جدي نوټس واخلي او کشمیري ولس ته د حق خودارادیت ورکولو لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي. نوموړي وویل چې پاکستان او پارلمان یې له کشمیري ولس سره پرون هم ولاړ وو، نن هم ولاړ دي او د هغوی د حقونو تر ترلاسه کېدو پورې به خپل ملاتړ جاري ساتي.
