اسلام اباد/کوټه (ویب نیوز) پاکستان او ایران د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر وړاندې د خنډونو د ختمولو لپاره ګډ اقدامات د وخت مهمه اړتیا بللې او هوډ یې څرګند کړی چې د دواړو ورونو اسلامي هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د لا پراختیا لپاره به هڅې روانې ساتي. په اسلام اباد کې د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو فدراسیون (ایف پي سي سي آی) په مرکزي دفتر کې د ایران د صنعت او سوداګرۍ وزیر محمد اتابک، د ایران د چیمبر آف کامرس، صنعت، کانونو او کرنې ادارې، د زاهدان چیمبر آف کامرس چارواکو او ایراني سوداګریز پلاوي د ایف پي سي سي آی له مشر عاطف اکرام شیخ او نورو سوداګریزو مشرانو سره مهمه غونډه وکړه. په غونډه کې د کوټې چیمبر آف کامرس بلوچستان مشر حاجي محمد ایوب مریاني هم ګډون وکړ. په غونډه کې د پاکستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو، سرحدي تجارت، ستونزو او ننګونو په اړه تفصیلي خبرې وشوې. ګډونوالو هوکړه وکړه چې د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر وړاندې خنډونه به د دواړو هېوادونو د اړوندو ادارو په همکارۍ لرې کېږي. د کوټې چیمبر مشر حاجي محمد ایوب مریاني د پاکستان او ایران ترمنځ د سرحدي تجارت په اړه مهمې ستونزې بیان کړې او په ځانګړې توګه یې د تفتان او بي پي 250 ګبد سرحدي دروازو کې د سوداګریزو موټرو د تګ راتګ ستونزې، د سرحدي لارو بند پاتې ټرکونه، د ګمرک او امیګرېشن اسانتیاوې، د سرحدي زیربناوو ښه والی او د تجارت د ودې لپاره عملي اقدامات مهم وبلل. نوموړي وویل چې د دواړو هېوادونو د ادارو ترمنځ اغېزمنه همغږي، ښه سرحدي مدیریت او سوداګریزې اسانتیاوې به نه یوازې د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه لوړه کړي بلکې د سرحدي سیمو اقتصادي پرمختګ او د سوداګرو باور به هم پیاوړی کړي.
