بولان (وېب نيوز نوې ژوند کوټه) د کچهي ضلعې براهم بران سيمه کې وسله والو غلو د ډاکې پر مهال ډزې کړې چې له امله يې د پاک پوځ يو ځوان سرتېرى شهيد شوی دی.د راپورونو له مخې، غلام فريد نومی سرتېرى له ډېره مراد جمالي څخه کوټې ته پر موټرسايکل روان و، چې وسله والو غلو د هغه د موټرسايکل د تښتولو هڅه وکړه. غلام فريد د غلو پر وړاندې مزاحمت وکړ، خو وسله والو پرې ناتاره ډزې وکړې او سخت يې ټپي کړ.ټپي سرتېرى د ډهاډر روغتون ته د انتقال پر مهال د زخمونو له امله ساه ورکړه. پوليسو سيمه کلابنده کړې او د بريدګرو د نيولو لپاره يې پلټنې پيل کړې دي.
