مقامی ۶ اگست ۲۰۲۶

میر طاهر بزنجو: د صوبو اداري وېش د هېواد ثبات ته زیان رسولی شي

کوټه(ویب نیوز)د نیشنل ګوند مرکزي مشر، پخواني سناتور او لیکوال میر طاهر بزنجو ویلي، د پاکستان په څېر څو قومي هېواد کې د صوبو یوازې پر اداري بنسټ وېشل د هېواد د ثبات لپاره خطرناک تمامېدای شي. نوموړي په یوه بیان کې د مرحوم میر غوث بخش بزنجو د نظریې په حواله وویل چې صوبې یوازې اداري واحدونه نه، بلکې تاریخي، کلتوري، ژبني او جغرافیایي هویتونه لري چې د پېړیو تاریخ استازیتوب کوي. هغه زیاته کړه، د هرې صوبې ځانګړی هویت او ټولنیز ارزښت باید خوندي وساتل شي، ځکه له دې حقیقت څخه سترګې پټول د خلکو احساسات زیانمنوي او د هېواد لپاره ستونزې زیاتولی شي.