کوټه(ویب نیوز) د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاالله لانګو ویلي، د بلوچستان پولیسو افسرانو او سرتېرو د امن او نظم د ټینګښت لپاره سترې قربانۍ ورکړې دي او د هغوی خدمتونه به تل په زرینو تورو یادېږي. هغه د پولیسو د شهیدانو ورځې مراسمو ته په وینا کې وویل، بلوچستان له امنیتي ننګونو سره مخ دی، خو پولیسو د خپلې مسلکي وړتیا او زړورتیا له لارې د سولې په ټینګښت کې مهم رول لوبولی دی. نوموړي زیاته کړه چې حکومت به پولیس په عصري وسلو او تجهیزاتو سمبال کړي او د شهیدانو د کورنیو د هوساینې او ملاتړ لپاره به خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي. هغه وویل، د شهیدانو درناوی پر ټولو فرض دی او د پولیسو او نورو امنیتي ادارو په ګډو هڅو به بلوچستان د امن، پرمختګ او سوکالۍ پر لور بیول کېږي.
