کوټه(ویب نیوز)د امنیتي ګواښونو او د احتمالي ترهګریزو پېښو د مخنیوي لپاره په کوټه ښار کې امنیتي تدابیر لا سخت شوي دي. د ښار پر مهمو سړکونو کانټینرونه او لارۍ درول شوې او ځینې لارې تړل شوې دي، پولیسي ګزمې زیاتې شوې او د سي سي ټي وي کمرې هم ترمیم شوې دي. د سرچینو له مخې، د اګست له ۷مې څخه به په مهمو سیمو کې دولتي او خصوصي ښوونځي تړلي وي، او د موبایل شبکې، انټرنېټ او حتی د کرفیو د نافذولو امکان هم تر غور لاندې دی. بل لور ته د کوټې په ګډون د بلوچستان په ټولو دولتي روغتونونو کې بېړنی حالت نافذ شوی، د ډاکټرانو او طبي کارکوونکو رخصتۍ لغوه شوې او فایربریګېډ، ۱۱۲۲ او پي ډي اېم اې ته د هر ډول بیړني حالت لپاره د چمتووالي سپارښتنه شوې ده.
