کوټه(ویب نیوز)په بلوچستان ډویلپمنټ اتھارټۍ (بي ډي اې) کې د اداري بحران، د ۴۶ کروړه روپیو پرمختیايي بودیجې د ضایع کېدو، د عدالتي حکمونو باوجود د دایمي رئیس د نه ټاکل کېدو او د ادارې د کمزورې کارکردګۍ له امله بېلابېلو ټولنیزو او مدني کړیو ژوره اندېښنه څرګنده کړې او له اعلی چارواکو یې د بېړني اقدام غوښتنه کړې ده. د سرچینو په وینا، د دایمي مشرتابه نشتوالي د پرېکړو بهیر ټکنی کړی، کارکوونکي له څو میاشتو راهیسې له معاشونو بېبرخې دي، قراردادیان د پاتې پیسو د نه ورکړې له امله له مالي ستونزو سره مخ دي او ګڼ پرمختیايي پروژې درېدلې دي. ویل کېږي چې د کمزورې ادارې او نهپر وخت پرېکړو له امله د ۴۶ کروړه روپیو بودیجه بېرته ضایع شوې ده. مدني ټولنو، انجینرانو او ولسي استازو له وزیراعلی بلوچستان، کور کمانډر او ستر قاضي څخه غوښتنه کړې چې د دې قضیې خپلواکې او شفافې پلټنې وکړي، مسؤل کسان قانون ته وسپاري، دایمي رئیس وټاکي، د کارکوونکو معاشونه او د قراردادیانو پاتې پیسې ورکړي او د ادارې د اصلاح لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي.
