ډېره مراد جمالي(ویب نیوز) د نصیراباد رېنج د پولیسو ډي آی جي کامران نواز پنجوټه د اردلي روم پر مهال د رېنج له بېلابېلو ضلعو څخه د پولیسو افسرانو او سرتېرو ستونزې واورېدې او اړوندو چارواکو ته یې لارښوونه وکړه چې ټولې غوښتنې د قانون او میرټ له مخې حل کړي. په همدې غونډه کې د هغو پولیسو پر ضد هم پرېکړې وشوې چې د دندو په ترسره کولو کې د غفلت، بېاحتیاطۍ او د ادارې د نظم د ماتولو له امله ورته شوکاز نوټسونه ورکړل شوي وو. د پرېکړو له مخې اووه پولیسو ته د یوه کلني انکریمنټ د ضبط سزا، او نورو اوو ته د یوه کال د خدمت د ضبط سزا واورول شوه، ځینو ته سنشور او سخت اخطار هم ورکړل شو. ډي آی جي وویل چې په پولیسو کې نظم، امانتداري او مسؤلیت لومړیتوب لري، صادق او زحمتکښ کارکوونکي به وستایل شي، خو د غفلت او بېانضباطۍ پر وړاندې به هېڅ ډول نرمښت ونه شي.
