مقامی ۶ اگست ۲۰۲۶

میر ضیاالله لانګو: د سوداګرو غوښتنې پر ځای دي، د ستونزو د حل لپاره ځانګړې کمېټه جوړه شوې

کوټه(ویب نیوز) د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاالله لانګو د بلوچستان د سوداګرو ټولنې له مشرانو سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې سوداګر د ټولنې مهم قشر دی او د هغوی د قانوني غوښتنو حل د حکومت مسؤلیت دی. هغه وویل، د ۹۸۶ دوکاندارانو او حلیم پلازې د سوداګرو د ستونزو د هواري لپاره د کوټې د ډپټي کمشنر او اډمینسټریټر په مشرۍ ځانګړې کمېټه جوړه شوې ده. د بلوچستان د سوداګرو ټولنې مشر عبدالرحیم آغا د حکومت له ډاډ وروسته خپل اعلان شوی احتجاج وځنډاوه. وزیر داخله زیاته کړه چې د ملي لویو لارو د خوندي کولو لپاره به اړین امنیتي اقدامات کېږي او د ناامنۍ خپرونکو پر ضد به عملیات ترسره کېږي. هغه دا هم وویل چې د اسماء جټک د پلار د وژنې په قضیه کې د تورنو د نیولو لپاره پولیسو عملیات چټک کړي دي.