پشین(ویب نیوز)د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د پشین ولسوالۍ کمېټې په غونډه کې د امنیتي وضعیت، اقتصادي ستونزو، بېروزګارۍ، ګراني او د اوبو د کچې د ټیټېدو په اړه اندېښنه څرګنده شوه. غونډې ته د ګوند مشرانو وویل چې په پشین او شاوخوا سیمو کې د ناامنۍ له امله خلک ځان خوندي نه احساسوي او د خلکو د سر او مال ساتنه د دولت اساسي مسؤلیت دی. هغوی ټینګار وکړ چې د باراني اوبو د زېرمه کولو لپاره د بندونو جوړول اړین دي، څو د اوبو د روان بحران مخه ونیول شي. ګډونوالو همداراز د محمود خان اڅکزي له لوري د کوټې د جرګې د جوړېدو هرکلی وکړ او د ګوند د تنظیمي فعالیتونو د لا پیاوړتیا پرېکړه یې وکړه.
