کوټه(ویب نیوز) د ټولو ګوندونو کنفرانس (اې پي سي) مشرانو غوښتنه کړې چې په بلوچستان کې دې اسمبلۍ منحل او ازاد، عادلانه او شفاف انتخابات ترسره شي. د ګډې خبري غونډې پر مهال د جمعیت علمای اسلام بلوچستان مشر مولانا عبدالواسع وویل چې د زیارت تړون دې بېړنی عملي شي، سیاسي ګوندونه دې نه منزوي کېږي او د بلوچستان د ستونزو د حل لپاره اصلاحات اړین دي. د نیشنل ګوند مشر ډاکټر عبدالمالک بلوچ وویل چې د نویو صوبو بحث د اصلي ستونزو څخه د خلکو د پام اړولو هڅه ده او ټولې سیاسي ځواکونه باید د بلوچستان د ستونزو د حل لپاره ګډ کار وکړي. د عوامي نېشنل ګوند مشر اصغر خان اڅکزي هم د اسماء جټک د کورنۍ د غړو پر وژنو خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل چې د ټولو قومونو یووالی باید خوندي وساتل شي.
