تازه خبرونه ۶ اگست ۲۰۲۶

میر ضیاالله لانګو: په بلوچستان کې هېڅ ځای کرفیو نه ده نافذه شوې

کوټه(ویب نیوز)د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاالله لانګو ویلي، سوداګر د ټولنې مهم قشر دی او د هغوی د ستونزو حل د حکومت مسؤلیت دی. هغه د بلوچستان د سوداګرو ټولنې له مشرانو سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې د سوداګرو د غوښتنو د حل لپاره د کوټې د ډپټي کمشنر او اډمینسټریټر په ګډون ځانګړې کمېټه جوړه شوې ده. د بلوچستان د سوداګرو ټولنې مشر عبدالرحیم آغا وویل، د حکومت له ډاډ وروسته د ۹۸۶ دوکاندارانو او حلیم پلازې د ستونزو د حل په اړه پرمختګ شوی او احتجاج یې ځنډولی دی. میر ضیاالله لانګو زیاته کړه چې د ملي لویو لارو د خوندي کولو لپاره به ټول اړین ګامونه پورته شي او هر ځای چې اړتیا وي، د قانون له مخې به کرفیو او امنیتي عملیات ترسره شي. هغه دا هم وویل چې د اسماء جټک د پلار د وژنې په قضیه کې د تورنو د نیولو لپاره د پولیسو چاپې دوام لري.