خضدار(ویب نیوز) د خضدار د وډه تحصیل په ملي لویه لاره د نامعلومو کسانو له لوري پر هغه مسافر وړونکې منی وېګن ډزې شوې چې له وډه څخه خضدار ته روانه وه. د ډزو له امله د موټر ټایرونه وچاودېدل، خو چاته ځاني زیان ونه رسېد. بریدکوونکي له سیمې وتښتېدل. د راپورونو له مخې، له تېرې یوې میاشتې راهیسې په وډه بازار کې د سوداګرو د مالونو پر وړونکو موټرو وخت ناوخت ډزې کېږي، چې له امله یې سوداګر او اوسېدونکي له سختې وېرې او اندېښنې سره مخ شوي دي.
