تازه خبرونه ۱۳ مئی ۲۰۲۶

امريکايي سينيټ کې د ايران جګړې په اړه د ټرمپ د واک محدودولو قرارداد ناکام شو

واشنګټن (وېب نيوز نوې ژوند کوټه) د امريکا په سينيټ کې د ايران جګړې په اړه د ولسمشر Donald Trump د واکونو محدودولو قرارداد د يوازې يوې رايې په فرق ناکام شوی دی.د عربي رسنيو له مخې، په سينيټ کې د قرارداد په ملاتړ ۴۹ او مخالفت کې ۵۰ رايې واچول شوې. دغه قرارداد د اوريګن ايالت سناتور جيف مرکلي وړاندې کړی و.د قرارداد مقصد دا و چې د شپېتو ورځو نه وروسته د ايران پر ضد د هر ډول پوځي اقدام لپاره د سپينې ماڼۍ رسمي منظوري لازمي وګرځول شي، خو سينيټ دغه قرارداد رد کړ.