کوټه (وېب نيوز نوې ژوند کوټه) د نېشنل پارټۍ مرکزي مشر او د بلوچستان اسمبلۍ ډپټي پارليماني ليډر د ګډاني څخه تر جيونۍ پورې د بلوچستان اوږد سمندري ساحل ته د “بحره بلوچ” نوم ورکولو لپاره قرارداد جمع کړی دی.په قرارداد کې ويل شوي چې بلوچستان د طبيعي وسايلو او اوږده سمندري ساحل لرونکې صوبه ده، خو لا هم دغه ساحل د نړۍ په نقشه کې د “بحيره عرب” په نوم يادېږي. قرارداد کې غوښتنه شوې چې د بلوچستان د ساحل د ځانګړي شناخت لپاره دې دغه سيمه د “بحره بلوچ” په نوم ونومول شي.
