کوټه (وېب نیوز) د ایران د کرکټ ټولنې یوه پلاوي په لاهور کې د پاکستان کرکټ بورډ له مرکزي دفتر څخه لیدنه وکړه او د پي سي بي له عملیاتي مشر او د پاکستان سوپر لیګ له اجرائیوي مشر سره یې وکتل. ایراني پلاوي د قذافي لوبغالي، کرکټ موزیم او ملي کرکټ اکاډمۍ څخه لیدنه وکړه او د اکاډمۍ د روزنیزو اسانتیاوو ارزونه یې وکړه. د لیدنې پر مهال د پاکستان او ایران ترمنځ د کرکټ د ودې، دوه اړخیزې همکارۍ او د دواړو هېوادونو د جونیئر او مشرانو لوبغاړو د اړتیاوو په اړه خبرې وشوې. همدارنګه موافقه وشوه چې پاکستانی روزونکي به د ایران جونیئر او مشرانو کرکټ لوبډلو ته د روزنې تجربه او تخنیکي مهارتونه وړاندې کوي.
