کوټه (وېب نیوز) د ډاروین په ښار کې د اسټرالیا او بنګلهدېش ترمنځ د لومړۍ ټېسټ لوبې د لومړۍ ورځې لوبه پای ته ورسېده، بنګلهدېش د یوې ویکټې په زیان ۹۶ منډې کړې دي. مومن الحق په ۳۵ او تنزید حسن په ۳۲ منډو کریز ته ولاړ دي او بنګلهدېش د اسټرالیا د لومړۍ پاڼۍ د برلاسۍ د ختمولو لپاره ۱۰۲ نورو منډو ته اړتیا لري. تر دې مخکې د اسټرالیا لوبډله په لومړۍ پاڼۍ کې په ۱۹۸ منډو وسوځېده او سټیو سمیت په ۷۱ منډو تر ټولو زیاتې منډې وکړې. د بنګلهدېش لپاره چټک توپ اچوونکي حسن محمود غوره توپ اچونه وکړه او د خپلې لوبډلې لپاره یې د خپل مسلک تر ټولو ښه کارکردګي ترسره کړه او ۶ ویکټې یې واخیستې، په داسې حال کې چې تسکین احمد او عبادت حسین دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.
