پاکستان ۱۴ اگست ۲۰۲۶

پر پټرول او ډیزلو د ډیلرانو کمېشن زیات شو، په لیټر ۹ روپۍ ۹۸ پېسې وټاکل شو

اسلام آباد (ویب نیوز) اقتصادي رابطه شورا (ای سي سي) پر پټرول او ډیزلو د ډیلرانو په کمېشن کې د یو روپۍ او ۳۴ پېسو پر لیټر د زیاتوالي منظوري ورکړې ده، چې له مخې یې د پټرول او ډیزلو د ډیلرانو کمېشن په لیټر ۹ روپۍ او ۹۸ پېسې ټاکل شوی دی. له دې وړاندې پر پټرول او ډیزلو د ډیلرانو کمېشن ۸ روپۍ او ۶۴ پېسې په لیټر و. د پاکستان د پټرول پمپونو د مالکانو ټولنې د کمېشن د زیاتوالي هرکلی کړی او له حکومت څخه یې مننه کړې ده. د ټولنې مرستیال مشر نعمان بټ ویلي چې حکومت د پټرولیم ډیلرانو له اوږدې مودې راهیسې غوښتنه منلې ده. د سرچینو په وینا په تېر مالي کال کې حکومت د پټرولیم لېوي له لارې د خپل ټاکلي هدف او د نړیوال وجهي صندوق له اټکل څخه زیات عواید ترلاسه کړي دي. اوس مهال پر پټرول ۸۰ روپۍ او پر های سپیډ ډیزل ۷۷ روپۍ او ۲۸ پېسې په لیټر لېوي اخیستل کېږي، په داسې حال کې چې پر پټرول او ډیزلو جلا ۵،۵ روپۍ د اقلیمي ملاتړ لېوي هم اخیستل کېږي.