کوټه (ویب نیوز) د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه توپوهونکی بابر اعظم د ټپي کېدو له امله د سلېکټ الیون پر وړاندې له درې ورځنۍ لوبې بهر شو. بابر اعظم د توپ وهنې پر مهال په ښي لاس توپ ولګېد، چې له امله یې د لوبډلې چارواکو په وینا د ډاکټر په مشوره د لوبې پاتې برخې لپاره استراحت ورکړل شو. بابر اعظم به د اګست په ۱۷مه د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې په تمریناتي غونډه کې ګډون وکړي. د انګلستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز د چمتووالي په موخه په روانه درې ورځنۍ لوبه کې پاکستانۍ لوبډله د دویمې ورځې په لومړۍ پاڼۍ کې په ۲۳۸ منډو وسوځېده او کوربه سلېکټ الیون د ۶۷ منډو برلاسی ترلاسه کړ.
