سټورمونټ (ورزشي ډیسک) د افغانستان کپتان رحمت شاه د نه ماتېدونکو ۱۴۳ منډو په زړه پورې توپ وهنې سره افغانستان د پنځمې یو ورځنۍ لوبې په ترڅ کې ایرلنډ ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړه او د پنځو لوبو لړۍ یې په ۴-۰ وګټله. د دواړو لوبډلو د پنځو لوبو لړۍ لومړۍ لوبه د باران له امله لغوه شوې وه، خو افغانستان پاتې څلور واړه لوبې وګټلې. ایرلنډ لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ۷ ویکټو په زیان ۲۹۸ منډې جوړې کړې، چې کرټس کیمفر ۹۶، هیري ټېکټر ۵۳ او جورج ډاکریل ۳۱ منډې وکړې. افغانستان ټاکل شوی هدف د ۴۸.۵ اورونو په لوبولو سره د څلورو ویکټو په زیان ترلاسه کړ. رحمت شاه په ۱۳ څلوریزو او دوو شپږیزو سره ۱۴۳ ناسوځېدلې منډې وکړې، په داسې حال کې چې صدیق اتل ۹۸ منډې جوړې کړې. رحمت شاه او صدیق اتل د درېیمې ویکټې لپاره ۲۰۱ منډې وکړې چې د افغانستان لپاره په دې ویکټه کې ریکارډ شراکت بلل کېږي. د ایرلنډ له لوري لیام مککارتي رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ ژر وسوځول، خو رحمت شاه او صدیق اتل د لوبې کنټرول په خپل لاس کې واخیست. د افغانستان لپاره عظمت الله عمرزي درې ویکټې ترلاسه کړې او رحمت شاه د څلوریزې په وهلو سره خپله لوبډله بریا ته ورسوله.
