کابل (ویب نیوز) د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ویلي، افغان ملت دوه اساسي اصول لري چې هېڅکله به ترې تېر نه شي؛ یو یې دیني ارزښتونه او بل یې د خپلې خاورې ساتنه ده. نوموړي له هغو هېوادونو چې په تېرو پنځو کلونو کې یې له اسلامي امارت سره تعامل نه دی کړی، غوښتي چې پر خپلې پالیسۍ بیاکتنه وکړي او له افغانستان سره د تعامل سیاست غوره کړي. متقي دا څرګندونې په کابل کې د زمري د ۲۴مې په مناسبت د لویې جرګې په خېمه کې جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال وکړې. هغه وویل، افغانانو هېڅکله پر خپله خاوره د بهرنیو ځواکونو اشغال نه دی منلی او تل یې له خپلې خاورې دفاع کړې ده، اوس حکومت او ملت په ګډه له خپل دین او هېواد څخه دفاع کوي. د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې افغان ملت به د خپلو دیني ارزښتونو او خپلې خاورې د ساتنې په برخه کې هېڅ ډول جوړجاړی ونه کړي او د هېواد یوه لوېشت خاوره به هم بل چا ته پرېنږدي. متقي وویل، په تېرو پنځو کلونو کې هغو هېوادونو چې له اسلامي امارت سره یې تعامل کړی، له دې پالیسۍ څخه یې ګټه اخیستې، خو هغه هېوادونه چې له افغانستان سره یې تعامل نه دی کړی، له خپل منفي سیاست څخه یې کومه لاسته راوړنه نه ده ترلاسه کړې؛ نو باید پر خپله تګلاره بیاکتنه وکړي. نوموړي وویل، پخوا شوروي اتحاد او وروسته امریکا او ناټو هڅه وکړه چې خپل سیاسي او فکري نظامونه پر افغانانو ومني، خو افغانانو ونه منل. هغه زیاته کړه چې اوس حکومت او ملت ګډ دیني او ملي ارزښتونه لري او د هېواد د امنیت او ثبات لپاره په ګډه کار کوي. په غونډه کې د اسلامي امارت نورو چارواکو هم ویناوې وکړې. د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل چې اسلامي امارت هر کال د شهیدانو د وارثانو، یتیمانو او معلولینو لپاره له ۱۲ میلیارده افغانیو څخه ډېره بودجه د کفالت په توګه ځانګړې کوي. نورو چارواکو هم د افغانستان پر خپلواکۍ، امنیت، ملي ارزښتونو او د هېواد پر ثبات ټینګار وکړ او له مخالفینو یې وغوښتل چې په افغانستان کې د جګړې او ناامنۍ د رامنځته کولو هڅې ونه کړي.
