تازه خبرونه ۱۵ اگست ۲۰۲۶

ډېر ژر به د هرمز تنګي د امریکا د خاورې اعلان وکړم، ولسمشر ټرمپ

واشنګټن(اې اېن اېن) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ډېر ژر به د هرمز تنګي د امریکا د خاورې په توګه د اعلان کولو په اړه پرېکړه وکړي. ولسمشر ټرمپ له فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي، امریکا پر ایران د سخت اقتصادي فشار راوړلو لپاره چمتووالی نیسي، څو تهران دې ته اړ کړي چې جګړه پای ته ورسوي. نوموړي ویلي، د هرمز تنګي په اړه به ډېر ژر مهم اعلان وکړي. د هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه دی چې د نړۍ د تېلو یوه لویه برخه ترې لېږدول کېږي، له همدې امله د ټرمپ دغه څرګندونې ښايي په سیمه کې روان کړکېچ لا زیات کړي. تر دې وړاندې د امریکا او ایران ترمنځ د شپږو میاشتو راهیسې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو اترو پر مهال د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بیسنټ ویلي وو چې واشنګټن به د راتلونکې اوونۍ په پیل کې پر ایران داسې سخت بندیزونه او اقدامات ولګوي چې تر دې وړاندې یې ساری نه دی لیدل شوی.