مقامی ۱۶ اگست ۲۰۲۶

کوټه کې د اوړو بیې بې‌سارې لوړې شوې، بېوزله ولس د دوو وخته ډوډۍ لپاره په ستونزو کې

کوټه (ویب نیوز)د بلوچستان په مرکز کوټه کې په وروستیو ورځو کې د اوړو د بیو بې‌ساري لوړوالي د ولس ملا ماته کړې او ښاریان د دوو وخته ډوډۍ برابرولو لپاره له سختو ستونزو سره مخ دي، په داسې حال کې چې د بېوزلو کورنیو په کورونو کې د تنورونو بلېدل هم له ګواښ سره مخ شوي دي. د بازار سرچینې وايي چې د اوړو د بورۍ بیه هره ورځ مخ پر لوړېدو ده او هغه اوړه چې پخوا د عامو خلکو د اخیستو وړ وو، اوس یې بیه دومره لوړه شوې چې د متوسطې او بېوزلې طبقې لپاره یې اخیستل له سخت امتحان سره برابر دي. ښاریان وايي، حکومت د بیو د کنټرول په اړه ډېرې دعوې کوي، خو په عملي ډګر کې یې اغېزمن اقدامات نه ترسترګو کېږي. یوه مزدور اې این اېن ته وویل: «موږ هغه خلک یو چې هره ورځ ګټي او بیا یې خوري، که اوړه هم ګران شي، نو ماشومانو ته به څه ورکوو؟» د اوړو د بیې له زیاتوالي سره نانوايانو هم د ډوډۍ او نان بیې لوړې کړې، چې له امله یې د ولس پر اوږو اقتصادي بار نور هم زیات شوی دی. بېوزلې کورنۍ له سختې اندېښنې سره مخ دي او په ځینو سیمو کې خلک اړ شوي چې د اوړو اخیستو لپاره پورونه وکړي. عامه او ټولنیزو حلقو له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د اوړو بیې دې سمدستي کنټرول کړي او د ذخیره‌کوونکو پر ضد دې سخته کارروایي وکړي، ګنې وضعیت لا پسې ترینګلی کېدای شي.