تازه خبرونه ۴ نومبر ۲۰۲۶

په کیسکو کې د جلا ریفرنډم په اړه د هایکورټ پرېکړه د کارګرانو د اتحادیې بریا وبلل شوه

کوټه (وېب نیوز) د کیسکو لیبر یونین بلوچستان مشرانو د بلوچستان هایکورټ د هغې پرېکړې هرکلی کړی چې په کیسکو کې د جلا ریفرنډم د ترسره کولو په اړه یې د اتحادیې دریځ منلی دی. د اتحادیې د مشرانو په وینا، دوی له تېرو ۱۳ کلونو راهیسې د کیسکو کارکوونکو لپاره د جلا ریفرنډم قانوني مبارزه کوي. مشرانو د اتحادیې د رئیس پیر محمد کاکړ هڅې او د قضیې قانوني تعقیب وستایه او ویې ویل چې د محکمې پرېکړه به کارکوونکو ته دا زمینه برابره کړي چې خپله خوښه مشري وټاکي او په خپلواکه توګه استازیتوب ولري.