اسلام آباد (وېب نیوز) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې په هند کې د پاکستان سره د مذاکراتو په اړه راپورته کېدونکې خبرې یو مثبت پرمختګ دی. د اوونیزې خبري غونډې پر مهال ویاند طاهر اندرابي وویل چې اسلام آباد د دې څرګندونو په اړه د هند حکومت د مثبت غبرګون په تمه دی.هغه زیاته کړه چې د ټریک ټو یا غیررسمي پټو اړیکو په اړه د بهرنیو چارو وزارت ته کوم معلومات نشته.یادونه ده چې تېره ورځ په هند کې د سخت دریځه تنظیم “آر ایس ایس” له خوا د پاکستان سره د خبرو اترو اشاره ورکړل شوې وه. د دغه تنظیم عمومي سېکټري دتاتریا هوساباله ویلي و چې هند باید له پاکستان سره د مذاکراتو دروازې هېڅکله بندې نه کړي او تل د خبرو لپاره چمتو وي. همدارنګه د هند پخواني پوځ مشر منوج نروانې هم د مذاکراتو ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو ولسونه له ورته ستونزو سره مخ دي او باید حل یې د سیاست څخه جلا وکتل شي.
