کوټه (ویب نیوز) یوې برېتانوي ورځپاڼې پاکستان د نړۍ د هغو ځانګړو سیاحتي سیمو په نوملړ کې شامل کړی چې واورین غرونه، ښکلې درې، لرغوني تمدنونه او د سیاحت او ماجراجویۍ بېلابېل فرصتونه لري. د برېتانیا «ټیلیګراف» ورځپاڼې په یوه ځانګړې سیاحتي مقاله کې د پاکستان ښکلي سیاحتي ځایونه معرفي کړي دي. دغه مقاله د سفر لیکوالانو بینیډیکټ ایلن او سارا مارشل لیکلې ده. په مقاله کې د شمالي پاکستان د قراقرم لوړو واورینو غرونو، د هنزې ښکلې درې، لوړو ګلیشیرونو، له وحشي ګلونو ډکو میدانونو او د قراقرم لویې لارې ځانګړی یادونه شوې ده. ورځپاڼې د قراقرم لویه لار د انجینرۍ یوه ستره لاستهراوړنه بللې چې پاکستان له چین سره نښلوي او د قراقرم، همالیا او هندوکش له غرنیو لړیو څخه تېرېږي. په دې سیاحتي مقاله کې د پاکستان تاریخي او کلتوري میراث، لرغونې ورېښمو لار، د لاهور د بادشاهۍ جومات او د سند درې زرګونه کلن تمدن هم ستایل شوی دی. د لرې پرتو غرنیو سیمو د خلکو ساده ژوند، مېلمه پالنه او دودونه هم د مقالې له مهمو برخو څخه دي. پاکستان ترڅنګ ترکمنستان، ګابون، انګولا، تیمور لېسته، نیکاراګوا، ګیانا، ارمنستان او د کانګو جمهوریت په ګډون یو شمېر نور ځایونه هم په دغه نوملړ کې شامل شوي دي. د یادونې وړ ده چې «ټیلیګراف» ورځپاڼې په ۲۰۲۴ کال کې هم پاکستان په خپله سیاحتي ځانګړې مقاله کې شامل کړی و.
